پکتیکا؛ په خوشامند ولسوالۍ کې د واليبال سیالیو اتلولي ورزشي امریت لوبډلې وګټله
د پکتيکا د بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسیون له لوري د دې ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې د دوه لسيزو وروسته د لومړي ځل لپاره د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پیل شوې وې چې د ورزشي امریت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دې سیالیو ۵ ورځې دوام وموند، پايلوبي ته یې د «ورزشي آمریت او مامورخېل» لوبډلو لاره پیدا کړه چي په پایله کې یې د « ۲ – ۰» میدانونو په توپیر د ورزشي آمریت په اتلولۍ او د مامورخېل لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.
د یادې ولسوالۍ د ځوانانو په وینا: خوشامند ولسوالۍ له مرکز ښرنې څخه ۷۵ کيلو متره لېري پرته ده او د بدنی روزنی او ورزش آمریت څخه غوښتنه کوي چې د ورزش په ډګر کې ورته لا ډېره پاملرنه وکړي.
په دې سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش امر ډاکټر محمد عثمان " سيرت" ترڅنګ قومي مشرانو، ځوانانو اومینوالو ګډون کړی وو.
د سیرت په وینا: د يادو سیالیو موخه د ځوانانو هڅول و او هڅه کوي چې دا لړۍ د پکتیکا نورو محرومو ولسواليو ته هم وغځوي.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره ورزشکارانو ډالۍ ورکړل شوې.
