پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۳:۱۵
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې څلي سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نوروز ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د مرکز ښرنې سربېره د غزني ولایت لوبډلو هم ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د نوروز ځواک او منهاج لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې نوروز ځواک لوبډلې د ۳ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS