خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
=د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ايوبي شفاء روغتون په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې تڼيو الف لوبډلې خپلې سيالې مندوزيو منتخبې لوبډلې ته د ۳- ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د نويو استعدادونو موندلو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
