پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یوسف خېلو اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایله کې یوسف خېلو اتفاق لوبډلې د ٣٨ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، مرکز اتفاق لوبډلې د ٣٤ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او یوسف خېل لوبډلې بیا د ٣٠ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
