پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د فوټبال ورزشي سټډیوم بیا رغول بشپړ او پرانیسته یې ترسره شوه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۳
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د فوټبال ورزشي سټډیوم بیا رغول بشپړ او پرانیسته یې ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د فوټبال مرکزي لوبغالی بیا ورغول شو او پرانیسته یې ترسره شوه.

د دغه لوبغالي د بیا رغونې چارې د ۵۵۰،۰۰۰ افغانیو په لګښت د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او

په رسمي ډول یې پرانیسته ترسره شوه.

د دغه لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوي، د پکتیکا ولایت د ورزشي آمریت مسؤولانو، د بېلابېلو ورزشي فدراسیونو استازو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې د د غه لوبغالي د پرانیستې په موخه د ارګون ۱۹ کلنې او مرکزي ۱۹ کلنې لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ هم ترسره شوه، چې په پایله کې یې ارګون ۱۹ کلنې لوبډلې د ۳/۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې مرکزي ۱۹ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې په پای کې یو شمېر ورزشي لوبډلو ته نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS