پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې او نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یوسف خېلو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې یوسف خېلو ولسوالۍ لوبډلې د ٤٤ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، مرکز اتفاق لوبډلې د ٤٠ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او مرکزي کلب لوبډلې د ٣٦ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د نیزه وهنې لوبې ته د ودې په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو پسه، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته یوه تخته سولر او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
