پکتیکا؛ شخېل آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۲۳
پکتیکا؛ شخېل آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شخېل آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کې بکخېلو لوبډلې خپلې سيالې نصو خېلو لوبډلې ته د ۲ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ ځوانانو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول دي، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS