پکتیکا؛ سروبي ولسوالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالي پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ماسټر ګوهر او کامران کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه دکامران لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه. ماسټرګوهر لوبډلې ټاکلی هدف د شپږو ویکټو په زیان د لوبي په نهم اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.