پکتیکا؛ جانخېلو ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جانخېلو ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چامړۍ الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې چامړیو الف لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې جانخېلو الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ.