پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۹:۲۴
پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د احمدزي چلېنجرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د احمدزي چلېنجرز او لاړ کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه احمدزي چلېنجرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې یې د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره سیالې لوبډلې ته د ١٠٦ منډو هدف وټاکه. لاړ کلب لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ٦٠ منډې وکړې او لوبه یې د ٤٥ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سيالۍ د پکتیکا لیرې پرتو سیمو ته د ورزش د رسولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۲۰:۱۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۲۰:۱۱
Background image

کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پاورليفټينګ او مردان اهنين ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له اته کلبونو څخه د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسيک پاورليفټينګ ټاکنيزې سيالۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۲۰:۹
Background image

دایکندی؛ مسابقات پرتاب سنگ با اشتراک ۲۸ ورزشکار در ولسوالی کیتی برگزار گردید

رقابت‌های ورزش‌های محلی و عنعنوی پرتاب سنگ از طرف آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی میان بیست‌و هشت ورزشکار از کتگوری سنی جوانان برای مدت یک روز در ولسوالی کیتی این ولایت دایر گردید. . .

BACK TO NEWS