پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۹:۴۷
پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د منصوري کلب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د منصوري کلب او سیفور آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې منصوري کلب لوبډلې د درې پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ لېرې پرتو سیمو ته د ورزش د رسولو په موخه ترسره شوې چې ٢٤ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته ١٢٥٠٠ افغانۍ او دویم مقام لوبډلې ته لس زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۰:۶
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۰:۲
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۷:۵
Background image

کابل کې د رزمي ورزشونو د يو ايف سي سبک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۲۱ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ، د هېواد ورزش ادارې په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې. . .

BACK TO NEWS