کابل کې د رزمي ورزشونو د يو ايف سي سبک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۷:۵
کابل کې د رزمي ورزشونو د يو ايف سي سبک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۲۱ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ، د هېواد ورزش ادارې په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې د ((يو. ايف. سي)) سبک لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د ‌دې سياليو د پيل په مراسمو کې د رزمي ورزشونو فدراسيون رئيس محمد يوسف مومند، د ورزش ادارې ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼ شمير مینوالو ګډون کړی و.

په دغه سياليو کې به ورزشکاران د لويانو کټګورۍ په لسو بېلابېلو وزنونو کې د يو بل پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په پايله کې به يې ۳۰ تنه د کابل ولايت د رزمي ورزشونو د يو.اف.سي سبک منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د رزمي ورزشونو د يو.اف.سي سبک منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS