پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۴۶
پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د جمعه نور او محمد نور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې جمعه نور لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو او په لېرې پرتو سیمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۷:۳۲
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٥٤ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۷:۲۵
Background image

ننگرهار کې د ۲۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولي له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمې ناحيې جمنازيوم کې د ۲۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د‌ ماشومانو، نويو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۵:۳
Background image

د معتادينو په زر بستريز روغتون کې د واليبال دوستانه سيالي ترسره شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټولشموله ورزشونو آمریت له لوري د معتادينو په زر بستريز روغتون کې (روغتيا ته د بېرته راګرځېدو جام) په نوم د دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه. . .

BACK TO NEWS