پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۲ - ۱۶:۳۷
پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د خاندار یوولس ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

یادو سیالیو پایلوبه د خاندار یوولس ستورو او عبدالولي ګلشاخېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې خاندار یوولس ستورو لوبډلې د ٧/٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا سیالۍ د سیمې ځوانانو ته د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS