پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ ب لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ستارههای بالیش لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې جوانان شیخان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
