پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوری د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې جاوید بالیشي لوبډلې له خپل ۲۰۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې شریف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
