پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود کلب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې محمود کلب لوبډلې له خپل ۱۹۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې هارون کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۳۶
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په ذوالفقار کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۳۴
Background image

د بامیان مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۳۱
Background image

پکتيکا؛ خيرکوټ ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د خيرکوټ ولسوالۍ په ظفرخېل کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

BACK TO NEWS