پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود کلب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې محمود کلب لوبډلې له خپل ۱۹۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې هارون کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
