پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۷:۱۲
پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد لوبډلې د ۳/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې شاهین علیخیل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۸
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د "غوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۵
Background image

ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مومندرې لوبډلې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۱
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په هزار طوقي کلي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS