ننگرهار؛ ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۳۹
ننگرهار؛ ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د کوزدربخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پايلوبه کې کوزدربخېلو لوبډلې خپلې سيالې شگې ځوانانو لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د يادو سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS