پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې

]د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې غزني ولایت لومړی، پکتیکا دویم او پکتیا بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.