پکتیا کې د ۴۳ ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۱۸
پکتیا کې د ۴۳ ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په غړک سیمه کې له اتو ولایتونو د ۴۳ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې له کابل، لوگر، خوست، ميدان وردگ، پکتیکا، ننگرهار، لغمان او کوربه پکتیا ولایتونو څخه لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې عثمان خېلو لوبډلې خپلې سیالې ابراهیم خېلو لوبډلې ته د ۱/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۸:۱۴
Background image

د غمرازۍ پېغام

په ډېرې خواشینۍ سره یادونه کوو، چې د افغانستان د سنوکر او بیلیارد ملي فدراسیون رئیس وحید الله اصغري د ناڅرګندو کسانو له خوا په شه.اد.ت رسېدلی.

د ورزش ادارې رهبري د نوموړي په مړینه خپله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۹:۳۸
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

BACK TO NEWS