پکتیا کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۰
پکتیا کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د پهلوانۍ فدراسیون د استازولي له لوري د گردېز ښار په ساحل کلب کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټگوريو کې وشوې، چې په پایله کې يې ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

د يادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د آزاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له ۲۲ کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ګلبدین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS