پکتیا کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د موی تای فدراسیون فدراسیون د استازولي له لوري د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټگوریو کې وشوې، چې په پایله کې ۱۰ تنه غوره ورزشکاران د پکتيا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
