پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۲۳:۰
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو تر منځ د والیبال شپنۍ سیالۍ د پټان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه پټان لوبډلې ۳/۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې بختک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوې وې، چې شل شپې یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS