پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ١٥ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
