پکتیا؛ د یتیمانو ترمنځ د فوټبال ۱۶ ورځنیو سیالیو اتلولي عبیده بن جراح لوبډلې وګټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۹:۱۹
پکتیا؛ د یتیمانو ترمنځ د فوټبال ۱۶ ورځنیو سیالیو اتلولي عبیده بن جراح لوبډلې وګټله

د پکتیا ولایت د امام ابو حنیفه دارلایتام مدرسې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ۱۶ ورځنۍ سیالۍ، خالد بن ولید لوبډلې ته د ۳-۶ ګولونو په توپیر، د عبیده بن جراح لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د فوټبال د یادو ۱۶ ورځنیو سیالیو په پای لوبه کې د پکتیا بدني روزنې او ورزش آمریت پر مسوولینو سربېره، د یاد دارلایتام مدرسې استادانو او ورزشکارانو ګډون درلود.

یادې سیالۍ یتیمانو ته د زده کړو ترڅنګ د سالمې تفريح برابرولو او ورزش ته د هڅولو په موخه پيل شوې وې.

د یادونې ده، چې د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته مډالونه، کپونه او ورزشي ورزشي لباسونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS