پکتیا؛ احمد آباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د زرګر کلا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د زرګر کلا او عیسی خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې به پایله کې یې زرګر کلا لوبډلې د ۱/۳ میدان په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
