پکتيکا کې د ۲۰۰ سوه زره افغانيو په ارزښت د K1 کيک بوکسينگ کلب پرانيستل شو

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۱۷
پکتيکا کې د ۲۰۰ سوه زره افغانيو په ارزښت د K1 کيک بوکسينگ کلب پرانيستل شو

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د زرغون شهر ولسوالۍ په خیرکوټ بازار کې د ورزشکار علاوالدين ځواک په مالي لگښت د ۲۰۰ سوه زره افغانيو په ارزښت د "ځواک" په نوم د رزمي لوبو K1 کيک بوکسينگ تمریناتي کلب پرانيستل شو.

ياد کلب کې ۱۰۰ تنه ورزشکاران کولای شي پر يو وخت تمرين وکړي، چې د پرانيستلو پر مهال يې د پکتيکا ولايت د ورزش آمر ډاکټر محمد عثمان سيرت، د بېلابېلو فدراسيونونو استازو او ورزشکارانو گډون کړی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۷
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړيوالې جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته ماته ومنله

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته د ۴ – ۶ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۵
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کلي په کلي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳
Background image

بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګوند او تګاب عالم ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د فوټبال. . .

BACK TO NEWS