پکتيکا؛ په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۲۱:۳۰
پکتيکا؛ په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولي له لوري د ياد ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، د يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې يارانو لوبډلې خپلې سيالې غيبي خېلو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د لوبغاړو ترمنځ د پېژندگلوي رامنځته کول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS