پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ښرنې ښار په قمرالدينانو کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ميرياڼو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ميرياڼو لوبډلې سيالې محمد خېلو لوبډلې ته ۰/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول و او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
