پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۱:۱۷
پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ورزش امريت په ورزشي ميدان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د واليبال ټاکنيزې سيالۍ د یارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې يارانو لوبډلې سيالې ميرياڼو لوبډلې ته ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳
Background image

بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له ۱۲ ولايتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS