بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳
بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له ۱۲ ولايتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوي، چې په پايله کې يې بلخ لومړی، باميان دويم او بغلان بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په صبریو يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د "رمضان جام" په نوم د واليبال سيالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۰
Background image

جوزجان؛ قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرقين ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS