پکتيکا؛ په بکخېل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۲:۱۷
پکتيکا؛ په بکخېل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بکخېل ولسوالۍ کې د شپږو ولسواليو لوبډلو ترمنځ م.ج.اه.دينو ته د سالمې تفريح برابرولو په موخه د واليبال سيالۍ، چې څلور ورځې به دوام وکړي، د خوشامند ولسوالي لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې د بکخېل، خوشامند، خیرکوټ، جانخېل، یحيی خېل او شخېل اباد ولسواليو لوبډلو ګډون کړی، چې په لومړنۍ لوبه کې خوشامند لوبډلې خپلې سيالې بکخېل لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک لومړی پړاو سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۹
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنخ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شیر حیدر لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند تاترې سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د ګربزو منتخبې لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS