پکتيکا؛ په اورگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اورگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اتحاد لوبډلې سيالې روف اورگوني لوبډلې ته د ۰/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي او دوهم مقام گټونکو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.