پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ په ملت کلان کلي کې د ۲۴ ب لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې قلندري ستورو ب لوبډلې خپلې سيالې ماما پير يوولس ستورو ب لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.