پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د مرکز ښرنې ښار په ښکلا جيم کلب کې د څلورو لوبډلو د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ تر سره شوې.
په يادو سياليو کې د خان باز، علي، اجمل او پښتون لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې خان باز لوبډلې لومړی مقام ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ چې د ملي او دوديزو لوبو ته ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، په پای کې کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
