پکتيا کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې وشوې.
دغه سيالۍ، چې د ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې د ځوانانو په کټگورۍ عبدالله لومړی، آصف دويم او زين الله درېيم او د لويانو په کټگورۍ کې بيا وحيد الله لومړی، الف الدين دويم او سيد الرحمن درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليری والی او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو.
