پکتيا؛ گردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۳:۱۱
پکتيا؛ گردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په بېدار سلطاني کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک شپنۍ دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۲۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه په ياد ولايت کې د رزمي لوبو يوني فايټ سبک ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS