پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۹
پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې په څلورو وزني کټگوريو ترسره شوې، په پايله کې عزت الله په ۷۰ کيلو گرام، شريف الله په ۶۰ کيلو گرام، سميع الله په ۵۰ کيلو گرام او سليمان په ۴۰ کيلو گرام وزنونو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري غوره ورزشکارانو ته ځانګړې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۵
Background image

کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنتون ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د بډمنتون ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د نجيب تلاش جام په نوم د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۱۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS