پکتيا؛ په سيدکرم ولسوالۍ کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۰:۵۶
پکتيا؛ په سيدکرم ولسوالۍ کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د واليبال سيالۍ، پکتيا نورالرحمن لوبډلې په بريا پيل شوې، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.

په دغو سياليو کې د پکتيکا، کابل، غزني، لوگر، خوست او کوربه پکتيا ولايتونو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړنۍ لوبه کې پکتيا نورالرحمن لوبډلې خپلې سيالې عثمان خېلو لوبډلې ته د ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS