پکتيا؛ په روحاني بابا ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۰:۴
پکتيا؛ په روحاني بابا ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې.

د يادو سياليو پايلوبه د روحاني بابا او عبدالله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې عبدالله لوبډلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ، چې د ملي او دوديزو لوبو د ودې او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS