پکتيا؛ په‌ ميرزکې ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۹:۴۹
پکتيا؛ په‌ ميرزکې ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د دوديزو لوبو مديريت له‌ لوري په ميرزکې ولسوالۍ کې د 54 ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې دوديزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې د درېيو سني کټګوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ترمنځ ترتيب شوې وې، په پایله کې زیارمل او نصرت د نويو ځوانانو، محمد نبي او مطیع الله د ځوانانو، مولاجان او ګل نذیر د لويانو په کټګوريو کې په ترتيب سره اول او دويم مقامونه ترلاسه کړل.

په‌ پای کې غوره ورزشکارانو ته د ياد رياست له‌ لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS