په کندهار کې د جنوبي زون په کچه د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۹:۴۱
په کندهار کې د جنوبي زون په کچه د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې

د کندهار ولایت په مرکز کې د جنوبي زون په کچه د هلمند، کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو د لسګونو تنو پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د کندهار ځایي دولتي مسۇولینو، ورزشکارانو او له کندهار ښار او ولسوالیو څخه زرګونو نندارچیانو برخه اخیستې وه.

په سیالیو کې د سوېلي زون د څلورو ولایتونو ترڅنګ د چمن او کویټې پهلوانان هم شتون لري.

دغه سیالۍ چې نن مازدیګر په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې پیل شوې، برخه وال پهلونان به یې په دوو ګروپونو(احمدشاه بابا ابدالي او میرویس خان) کې دوه ورځې په ګډه سیالۍ وکړي.

د سیالیو موخه د ولایتونو د پهلوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول او د ولسونو لپاره د تفریح برابرول دي.

ټاکل شوې ددې سیالیو پایلوبه به سبا مازدیګر ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS