په کندز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د سنوکر خزاني جام سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۰:۵۲
په کندز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د سنوکر خزاني جام سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت په مرکز کې له دوو کلبونو څخه د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ په دوو ګروپونو کې د سنوکر خزاني جام سیالۍ ترسره شوې .

دغه سیالۍ چې په کندر سنوکر کلب کې ترسره شوې، په پایله کې له لومړي ګروپ څخه سهراب، جمشید او اقبال له لومړي تر دېیم پورې مقامونه خپل کړل. په دویم ګروپ کې زرغون لومړی، فضل الله دویم او محمدالله درېیم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو هڅول او د سنوکر د ورزشکارانو روزل وو.

په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۴۰
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پهلواني ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون محمد داوود صافی د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه وکوچېد.

ښاغلي داوود صافي د خپل معاونیت په کمه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۵۹
Background image

هلمند، په نادعلي ولسوالۍ کې د ۶۲ پهلوانانو ترمنځ د غیږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري په نادعلي ولسوالۍ کې د مارجې او نادعلي ولسواليو د ۶۲ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې.

د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۲:۰
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او امنیه قوماندانۍ په ګډه همغږۍ په مرکز متون شيخ زايد ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د. . .

BACK TO NEWS