په کندز کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او د ياد ولايت د کورش فدراسيون په همغږۍ د نوموړي ولايت په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د کورش پهلوانۍ د ۶۰ جوړو ۱۲۰ پهلوانانو تر منځ د غېږ نيونې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د ياد ولايت پر ورزشي مسولينو سربېره، دولتي مسولينو، پهلوانانو، ورشکارانو او د ورزش ګڼو مسولينو ګډون کړی و.
بايد يادونه وشي چې د يادو سياليو موخه د کندز ولسونو لپاره د يوې سالمې تفرېح برابرول وو.
