په کندز کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د " کلي جام " په نوم د خوسي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۶:۲۳
په کندز کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د " کلي جام " په نوم د خوسي سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په ابدان دښته کې د مرکز او ولسواليو په کچه د پنځو لوبډلو ترمنځ د " کلي جام " په نوم د خوسي سيالۍ د کندز لوبډلې په لومړي مقام پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د کندز، اقتاش، دشت ارچي، گلتېپې او قلعه ذال لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې کندز لوبډلې لومړی او اقتاش لوبډلې بيا دويم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۹
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS