په کابل کې د وزلوبې ليګ سياليو پر دوام نن چهارشنبه د ليندۍ پر ٢٣نېټه دوې لوبې وشوې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۴ - ۹:۳۸
په کابل کې د وزلوبې ليګ سياليو پر دوام نن چهارشنبه د ليندۍ پر ٢٣نېټه دوې لوبې وشوې

 

 

په کابل کې د وزلوبې څلورم غوره لیګ سیالیو پر دوام نن چهارشنبه د ليندۍ پر ٢٣نېټه د "پنچشير او بغلان" او د "سمنگان او جوزجان" لوبډلې سره ولوبېدلې.

د وزلوبې فدراسیون د مسوولينو په خبره؛ د پنجشېر او بغلان چاپندازان د سهار لس بجې سره مخ شول، چې ډېره جالبه او ليدونکې لوبه يې وکړه، د خلکو پام يې جلب کړ، چې بالاخره د دې دواړو لوبډلو لوبه له "٣-١" پايلې سره د پنجشېر د وزلوبې لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

د دې ليګ پر دويمه لوبه کې نن له غرمې وروسته دوه بجې د سمنگان او جوزجان ولايتونو لوبډلې سره مخ شوې، چې له "١٤-١" د سمنگان په ګټه پاى ته ورسېده.

د وزلوبې په دغه پړاو سياليو کې د ١٢ ولايتونو ١٢ لوبډلې ګډون لري، چې لس ورځې به سره ولوبيږي.

د يادولو ده چې دغه ليګ له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS