په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزې سیالۍ، چې له ۱۲ ولایتونو څخه پکې ۱۵۰ لوبغاړو ګډن کړی و له شپږو ورځو وروسته پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د مالي چارو سرپرست رئیس مولوي محمد الله احساس، د همدې ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد، په افغانستان کې د ترکیې هیواد د تیکا موسسې رییس عبدالاکین اردوغان، د المپيک ملي کمټې لومړي معاون باور هوتک، د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د نشراتو رئيس او وياند اتل مشواڼي او د رسنیو مسولینو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

په پیل کې د المپیک ملي کمېټې لومړي معاون استاد باور هوتک ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، دا د خوښۍ ځای دی چې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ په داسې شکل ترسره کېږي، چې ټول هیواد وال یې په ژوندۍ بڼه ننداره کوي. ښاغلي هوتک بډمنټون یو له ښایسته ورزشونو څخه یاد کړ او په دې برخه کې یې د تیکا موسيسې له همکاریو او همداراز د ملي راډیو تلویزیون له رهبرۍ مننه وکړه چې یادې سیلۍ یې په ملي کچه په ژوندۍ بڼه تر هیوادوالو ورسولې.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین محمد یونس راشد خبرې وکړې زیاته یې کړه: ورزشکاران په نړیواله کچه د سولې سفیران دي، ده زیاته کړه، بايد ورزشکاران داسې وروزل شي چې نړیوالو ته د مینې او سولې پیغام وړاندې کړي هغه وویل: افغانستان ځوان هیواد دی او شپېته سلنه وګړي یې ځوانان دي، ده پر ځوانانو غږ وکړ چې په هره برخه کې خپل هیواد ته کار وکړي؛ ځکه چې هیواد همدې ځوانانو ته اړتیا لري.

د یادو مراسمو په اوږدو کې په افغانستان کې د تیکا موسيسې رییس فضل اکین اردوغان د افغانستان او ترکیې په اوږدو اړیکو خبرې وکړې زیاته یې کړه، موږ په افغانسان کې له کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې پروژې پرمخ وړي او بشړې کړې دي؛ خو دا ځل د خوښۍ احساس کوم، چې د افغانستان له ځوان قشر سره مرسته کوو او ژمنه کوو، چې په دې برخه کې به خپلې همکارۍ نورې هم چټکې کړو.

په پای کې د بډمنټون فدراسیون رییس ارشاد الحق صدیقي د یاد فدراسیون په ستونزو او لاسته راوړنو مفصلې خبرې وکړې، ده د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له رهبرۍ، د تیکا موسيسې او ملي سپورټ له مسولینو د هر اړخیزو مرستو په پار مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکې کې هم یاد فدراسیون ته بشپړه پاملرنه وکړي.

باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو په پایله کې له دریو کټکوریو( تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) څخه ۴۰ لوبغاړي ملي لوبډلې ته و ټاکل شول.

هېره دې نه وي چې په پای کې د هرې کټګورۍ لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبغاړو ته د مسولینو له لوري کپونه ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS