په پکتیا کې د کیک جیتسو د کلبونو ترمنځ د آزاد افغانستان په نوم سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۳:۴۱
په پکتیا کې د کیک جیتسو د کلبونو ترمنځ د آزاد افغانستان په نوم سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت دبدني روزنې اوسپورټ ریاست او د کیک جيتسو سبک په همغږۍ، دمرکز ګردیز او ولسوالیو د کلبونو د ۳۰ جوړو او ۶۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د سیالیو لیدو ته د دبېلابېلو ورزشي رشتو مسوولینو، دمرکز او ولسوالیو کلپونو استادانو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوال ورغلي وو.

د سیالیو موخه د کیک جیتسو برخې ته وده او پرمختګ ورکول وو.

په پای کې د سیالیو غوره ورزشکارانو ته مډالونه ،کپونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS